ج – د امیرالمؤمنین ابو حفص عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې فرمایلې دي: «إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى، فمن كانت هجرته إلى الله ورسوله؛ فهجرته إلى الله ورسوله، ومن كانت هجرته لدنيا يصيبها، أو امرأة ينكحها؛ فهجرته إلى ما هاجر إليه»
بیشکه صحت د عملونو په نیتونو پورې دی او هر انسان ته به هغه څه حاصل شي چې نیت یې کړی وي، نو چا چې د الله او د هغه د رسول لپاره هجرت کړی وي؛ د هغه هجرت د الله او د هغه د رسول لپاره دی، او چا چې هجرت د دنیا لپاره او یا د یوې ښځې سره د واده کولو لپاره، کړی وي نو د هغه هجرت د هغه څه لپاره دی چې هغه ورته هجرت کړی وی. بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- هر عمل باید ضرور د هعې د پاره نیت وي، لکه لمونځ، روژه، حج او داسې نور عملونه.
۲- په نيت کې باید د الله تعالی لپاره اخلاص موجود وي.
*دویم حدیث:
ج- د مؤمنانو د مور ام عبدالله عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "چا چې زموږ په دېن کې نوي شیان راپیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي." بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې فایدې:
۱- په دين کې د بدعت د پیداکولو څخه منع.
۲- نوی له ځانه جوړ شوي عملونه مردود دی او نه قبلیږي.
*دریم حدیث:
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، یوه ورځ یو سړی را ښکاره شو چې سپینې جامې یې په تن وې. ډېر تور ويښتان يې و، د سفر کومه نښه په کې نه لیدل کېده، او له موږ څخه هیچا هم نه پېژنده، تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته ویې وویل: ای محمده! ماته د اسلام په باره کې خبر راکړه، هغه ورته وویل: اسلام: دا دی چی ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې ." كه ورته لاره پيدا كړاى شې ." ويې ويل: "ته رښتيا وایي." موږ حيران شو چې هم پوښتنه کوی او هم یې تصدیق کوي، ويې ويل: ما ته د ایمان په باره کې خبر راکړه" هغه وویل: " هغه دا چی په الله، د هغه په ملائکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او په تقدیر باور ولرې؛ په خیر او شر یی" هغه وویل: "ته رښتیا دې وویل." هغه وویل: "د احسان په باره کې خبر راکړه ." هغه وویل: "د الله عبادت کول په داسې حال چې ګویا کې ته الله وینې او که داسې حالت نه شې جوړولای نو بیا یقین جوړ کړه چې بیشکه الله ما ګوري." ويې ویيل: ماته د قيامت په باره کې خبر راکړه، ويې ويل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه نه دى، هغه وويل: د هغې نښې راته ووايه." ويې ويل: "دا چې کنیزه خپل مالک وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابل ، بربنډ ،محتاج ،شپانه یو له بله په ابادیو کې وړاندیوالی کوي." بیا هغه روان شو، یو څه وخت تیر شو، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې ویل: دا جبرائیل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو پر دین پوه کړي. مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ګټې:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه:
شاهدي ورکول چی لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله.
له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
او لمونځ قائمول.
او زکات ورکول.
او د رمضان روژه.
او د بیت الله الحرام حج کول.
۲- د ايمان د رکنونو یادونه او هغه شپږ دي:
په الله ایمان.
او د هغه پر ملایکو.
او د هغه په کتابونو.
او د هغه په رسولانو.
او د قیامت په ورځ.
او په اندازه د خیر او د شر.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه داچې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خاماخا جوړ کړه چې الله ما ویني.
۴- د قيامت وخت، يوازې الله تعالی پرې پوهيږي.
۴. پوښتنه: دغه حدیث «أكمل المؤمنين إيماناً ...»، بشپړ کړئ او ځینې ګټې یې ذکر کړئ؟
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «أكمل المؤمنين إيماناً: أحسنهم خلقاً».
"د کامل ایمان خاوندان هغه دي چې ښه اخلاق ولري." ترمذي روایت کړی، او ویلي دي چی حسن حدیث دی.
د حدیث ګټې:
۱- ښو اخلاقو ته هڅول.
۲- د اخلاقو کمال د ایمان د کمال څخه دي.
۳- او دا چې ایمان زیاتیږي او کمیږي.
پنځم حدیث:
ج- له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په تاسو کې هیڅوک تر هغه وخته مؤمن نشي کیدلی تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ګران نه شم." د بخاري او مسلم روایت.
د حدیث ګټې:
- د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره باید د ټولو خلکو په پرتله زیاته مینه وشي.
دا د ایمان کمال دی.
اووم حدیث:
ج- له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "په تاسو کې هیڅوک مومن نه شی کیدلای؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي". د بخاري او مسلم روایت.
د حدیث له ګټو څخه:
۱- مؤمن ته پکار دي چې د بل مؤمن لپاره له ښېګڼو هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي.
دا د ایمان له کمال څخه دي.
اتم حدیث:
ج- له ابو موسی رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: " لا حول ولا قوة إلا بالله ، د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده". د بخاري او مسلم روایت.
د حدیث له ګټو څخه:
۱- د دې کلمې فضیلت او دا چې د جنت له خزانو څخه یوه خزانه ده.
2- د بنده بیزاری له خپل ځواک او قوت څخه، او یوازې په الله تعالی تکیه کول.
* لسم حدیث:
ج – له نعمان بن بشیر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي چې ویل یې: "پوه شی چی په بدن کې یوه ټوټه غوښه ده، که هغه اصلاح شی، ټول بدن به اصلاح وي، او که فاسده شي ټول بدن به فاسد شي، او هغه زړه دی." بخاري او مسلم روایت کړی دی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د زړه په اصلاح سره ظاهر او باطن اصلاح کیږي.
۲- د زړه اصلاح ته پاملرنه، ځکه په دې کې د انسان اصلاح دی.
*یوولسم حدیث:
ج- د معاذ بن جبل رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه کس چی وروستۍ خبره یی: لا إله إلا الله وي؛ جنت ته ننوځي » ابوداود روایت کړی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د لا إله إلا الله فضیلت، او دا چې بنده پرې جنت ته ننوځي.
۲- او د هغه چا فضیلت چې وروستۍ خبره یې په دنیا کې: لا إله إلا الله وي
* دولسم حدیث:
ج – له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ليس المؤمن بالطعان، ولا اللعان، ولا الفاحش، ولا البذيء»
"مومن پیغور ورکوونکی، لعنت کوونکی، فُحش ویونکی، او بد ژبی نه وي." ترمذی روایت کړی دی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د هر ډول باطلو او بدو خبرو منع.
- دا د مؤمن د ژبی صفت دی.
دیارلسم حدیث:
ج- له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «من حسن إسلام المرء: تركُه ما لا يعنيه»
"د انسان د ښه اسلام نښه داده چې: پرېښودل د هر هغه څه چې هغه پورې اړه نه لري." ترمذي او نورو روایت کړی.
د حدیث ګټې:
۱- د هغه څه پرېښودل چې د نورو په دين او دنياوي چارو کې د يو کس مربوط نه وي.
۲- پرېښودل د هغه څه چې د انسان پورې اړه نه لري، دا د هغه د اسلام له کمال څخه دي.
*څوارلسم حدیث:
ج – له عبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَن قرأ حرفًا من كتاب الله فله به حسنة، والحسنة بعشر أمثالها، لا أقول: ألف لام ميم حرف، وَلَكِنْ ألفٌ حرفٌ، ولامٌ حرفٌ، وميمٌ حرفٌ»
څوک چې د الله له کتاب څخه يو حرف ولولي، د هغه لپاره به يوه نېکي وي او د نېکۍ لس نېکۍ ورته، زه نه وايم: الف لام ميم يو حرف دى، بلکې الف يو توری دى، لام یو توری دی، او میم یو توری دی.
د ترمذي روایت. ترمذي روایت کړی دی.
د حدیث ځینې ګټې:
۱- د قرآنکریم د تلاوت فضیلت.
۲- او دا چې هر توری لولې ستا لپاره پرې نیکۍ دي.