ج-
۱- فرض: لکه پنځه وخته لمونځ، د رمضان روژه او مور او پلار سره نیکی کول.
- د فرض کوونکي ته اجر او نه کوونکي ته یې سزا ورکول کیږي.
۲- مستحب: لکه راتبه سنت(۱) لمونځونه، د شپې لمونځ، ډوډۍ او سلام ورکول. او دې ته سنت او مندوب ویل کیږي.
- د مستحب عمل کوونکی ته اجر ورکول کیږي او نه کوونکی ته یې سزا نه ورکول کیږي.
مهمه یادونه:
کله چې یو مسلمان واوري چې دا کار سنت یا مستحب دی، هغه باید په چټکۍ سره هغه باندې عمل وکړي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي.
۳- حرام: لکه شراب څښل، د مور او پلار نافرماني او د خپلوۍ پرې کول.
- په حرامو عمل نه کوونکی ته اجر ورکول کیږي او عمل کوونکی ته پرې سزا ورکول کیږي.
مکروه - لکه په چپ لاس سره راکړه ورکړه او په لمانځه کې د جامو راټولول.
- د مکروه په پرېښودلو اجر ورکول کیږي او عمل کوونکي ته پرې سزا نه ورکول کیږي.
۵- مباح: لکه د مڼې خوړل او چای څښل، او دې ته روا او حلال ویل کیږي.
- د مباح په پریښودلو سره جزا نه ورکول کیږي او عمل کوونکي ته یې ثواب نه ورکول کیږي.
ج-
۱- دوکه، د هغه له جملی څخه: په شیانو کې د عیب پټول.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خوراکي شیانو په یو ډیري ورتیریده، او لاس یې پکې ورننیست، نو ګوتې یې لندې شوې. هغه وویل: دا څه شی دی، اې د خوړو مالکه؟ هغه ويل: باران وهلي دي ای د الله رسوله! هغه وویل: "آیا ښه به نه وه چې دا (لانده)خواړه دې په سر اېښودلي و تر څو یې خلک وګوري؟ څوک چې دوکه کوي زما څخه نه دی.» مسلم روایت کړی.
۲- سود: او له هغې جملې څخه دا چې له يو کس څخه زر واخلم او دوه زره بېرته ورکړم.
دغه زياتوالی حرام سود دی.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ ٱلرِّبَوٰاۚ﴾
حال دا چې الله اخيستل خرڅول (بیع) حلال كړي دي او سود يې حرام كړى دى [سورة البقرة: ٢٧٥].
۳- غرر او جهالت: لکه چې زه د پسه په غولانځه کې شیدې او يا په اوبو کې ماهي په تاسي خرڅ کړم او تر اوسه مې نه وي نيولی.
په حدیث کې: (رسول الله صلی الله علیه وسلم د غرر له خرڅلاو منع کړې ده) مسلم روایت کړی.
ج – ۱ – د اسلام نعمت، او دا چې ته له کافرانو څخه نه یې.
۲- د سنت نعمت، او دا چې ته له بدعتیانو څخه نه يې.
۳- د صحت او روغتیا نعمت، دا چې اورې، ګورې، ګرځې، او داسې نور.
۴- د خوراک، څښاک او جامو نعمت.
او پر موږ باندې د الله تعالی نعمتونه بې شمېره او بې حسابه دي.
الله تعالی فرمايي: ﴿وإن تَعُدُّوا نِعۡمَةَ ٱللَّهِ لَا تُحۡصُوهَاۗ إِنَّ ٱللَّهَ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 18﴾
او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ، (، نو) هغه به ونشمېرلى شئ، بېشكه الله یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى. [سورة النحل: ١٨].
ج- کوچنی اختر او لوى اختر.
لکه څنګه چې له انس رضی الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینی ته تشریف راوړ او هغوی د لوبی لپاره دوه ورځې درلودې، هغه پوښتنه وکړ: دا دوه ورځې د څه دي؟ هغوی وویل: د جاهلیت په وخت کې مونږ په دې دوو ورځو کې لوبې کولې، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "الله د ددې په بدل کې تاسو ته دوه غوره شیان درکړي: د لوی اختر ورځ او د کوچني اختر ورځ." ابوداود روایت کړی.
او پرته له هغو څخه نور اخترونه بدعت دی.
- هغه نفس چې د بدۍ امر کوي: دا چې انسان د هغه څه پیروي وکړي چې د هغه نفس او خواهشات ورته د الله پاک په نافرمانۍ حکم کوي، الله تعالی فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوۤءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ﴾
یقینًا نفس خو په بدۍ سره ډېر حكم كوونكى دى، مګر هغه چې زما رب پرې رحم وكړي، یقینًا زما رب ښه مغفرت كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى [سورة يوسف: ٥٣]. ۲- شیطان: د بني آدم دښمن دی او هدف یې دا دی چې انسان ګمراه کړي او د بدیو په اړه هغه ته وسوسه وکړي ترڅو یې دوزخ ته داخل کړي. الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَ ٰتِ ٱلشَّيطَـٰنِۚ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوٌّ مُّبِينٌ﴾
او د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ، یقینًا هغه ستاسو ښكاره دښمن دى [سورة البقرة: ١٦٨]. ۳- بد ملګري: هغه څوک چې بدۍ ته هڅوي او د ښو مخه نیسي. الله تعالی فرمايي: ﴿الْأَخِلَّاءُ يَوْمَئِذٍ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ عَدُوٌّ إِلَّا الْمُتَّقِينَ﴾
په دغې ورځ كې به خواږه یاران، د دوى ځینې به د ځینو نورو دښمنان وي، غیر له متقیانو نه. [سورة الزخرف: 67].
ج-۱- د ګناه پریښودل.
۲- په هغه څه پښیمانه کېدل چې تېر شوي دي.
۳- هغه ته د نه راګرځیدلو کلکه اراده.
۴- د خلکو د حقونو او شکایتونو ورسپارل او جبرانول.
الله تعالی فرمايي: ﴿وَٱلَّذِينَ إِذَا فَعَلُوا فَـٰحِشَةً أَوۡ ظَلَمُوۤا أَنفُسَهُمۡ ذَكَرُوا ٱللَّهَ فَٱسۡتَغۡفَرُوا لِذُنُوبِهِمۡ وَمَن يَغۡفِرُ ٱلذُّنُوبَ إِلَّا ٱللَّهُ وَلَمۡ يصِرُّوا عَلَىٰ مَا فَعَلُوا وَهُمۡ يَعۡلَمُونَ 135﴾
او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي پرته له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو همیشوالی و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي. [سورة آل عمران: ١٣٥].